slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۰مه) اعلان وکړ، چې ایران د شرم‌الشیخ سرمشریزې د بلنې هرکلی کوي، خو د دې هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان او نوموړی له هغو مشرانو سره د لیدو اراده نه لري، چې د فلسطیني ولس پر وړاندې یې بریدونه کړي او لا هم ګواښونه کوي.

عراقچي په خپل پیغام کې لیکلي:

«ایران د هغو هڅو هرکلی کوي، چې د غزې د نسل‌وژنې د مخنیوي او د اشغالګرو ځواکونو د اېستلو ضمانت وکړي.»

هغه زیاته کړه، چې فلسطیني ولس باید د خپل برخلیک ټاکلو حق ولري، او ټول هېوادونه دنده لري چې د فلسطینیانو له قانوني او مشروع مبارزې ملاتړ وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې هېواد یې د سیمې د سولې او ثبات لپاره یو مهم فکتور دی.

«ایران د اسرائیلو د نسل‌وژونکي رژیم او د تلپاتې جګړو ملاتړی نه دی، بلکې د دایمي سولې او سیمه‌ییزې همکارۍ غوښتونکی دی.»

ټاکل شوې ده چې د شرم‌الشیخ دا نړیواله غونډه د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ ترسره شي، او د بریتانیا پخوانی لومړی وزیر ټوني بلیر به هم پکې ګډون ولري. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم د ګډون کوونکو په ډله کې شامل دی.

د دغه کنفرانس هدف د منځني ختیځ د اوسني کړکېچ د راکمولو لپاره د هېوادونو دریځونه نږدې کول بلل کېږي.