slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د برېتانیا حکومت وایي، چې د عصري ګواښونو لکه د روسیې د زیاتېدونکي نفوذ، اټومي ګواښونو او سایبري بریدونو پر وړاندې به خپل دفاعي سیاست په بنسټیز ډول بدل کړي. د دغه نوي پلان له مخې، پر دودیز پوځ د تکیې پر ځای به پر ډرونونو، ټېکنالوژۍ او ډیجیټل جګړې پانګونه وشي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا پر اروپايي هېوادونو د امنیتي مسوولیت د زیاتولو د فشار په غبرګون کې د برېتانیا لومړي وزیر کې‌ير سټارمر ژمنه کړې، چې له سړې جګړې وروسته به د دفاع بودیجې تر ټولو لوی زیاتوالی عملي کوي.

د مالي محدودیتونو له امله حکومت دا پرېکړه کړې چې د پوځ شمېر نه، بلکې اغېزمنتیا دې زیاته کړي.

د دې پالیسۍ الهام له اوکراین څخه اخیستل شوی، چېرې چې ډرونونه او عصري ټېکنالوژي د جګړې بڼه بدله کړې ده.

سټارمر د تېر کال د ټاکنو له بریا وروسته یوه ستراتیژیکه دفاعي بیا کتنه پیل کړې، چې پکې د ناټو پخوانی عمومي منشي جورج رابرټسن او د سپینې ماڼۍ پخوانۍ روسۍ سلاکاره فیونا هېل هم برخه لري. دغه بیاکتنه به د راتلونکو لسو کلونو لپاره دفاعي تګلاره جوړوي.

سره له دې چې په وروستیو کلونو کې د پوځ بودیجه کمه شوې، خو برېتانیا لا هم له فرانسې سره یوځای د اروپا د مخکښو پوځي قدرتونو په لیکه کې راځي، چې پوځ یې د ناټو ختیځ پوله خوندي کوي او سمندري ځواک یې په انډو-پسفیک سیمه کې فعال حضور لري.

خو د برېتانیا فعاله پوځیان چې شمېر یې ۷۰،۸۶۰ ته رسېږي، د ناپلیون له وخت راهیسې تر ټولو کم شمېر دی او حکومت وایي، چې د پرمختللې ستراتیژۍ له مخې باید اصلاح