یونیسف؛ د افغانستان درې نیم میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان میلیونونه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي او سمدستي بشري مرستو ته اړتیا لري.
د یونیسف د معلوماتو له مخې، اوس مهال په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۵ میلیونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ له ستونزې کړېږي، چې نږدې یو میلیون یې خورا کم وزن لري او د ژوند او ودې جدي خطر سره مخ دي.
یاد بنسټ ویلي دغه ماشومان بېړنۍ تغذیې، درملنې او دوامدارې روغتیایي پاملرنې ته اړتیا لري، څو د دوی د فزیکي ودې او ذهني پرمختګ پر وړتیا منفي اغېز ونهشي.
د راپور له مخې، د ماشومانو د تغذیې او درملنې پروګرامونه د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ روان دي او تر دې دمه له ۴۸۰ زرو زیات افغان ماشومان د تغذیوي درملنې له خدماتو برخمن شوي دي.
کارپوهان وایي د وچکالۍ دوام، اقتصادي کړکېچ، د خوړو د بیو لوړوالی او بېوزلي د دې لامل شوي چې د هېواد په ډېرو سیمو کې کورنۍ خپلو ماشومانو ته کافي او متوازنه خواړه نهشي برابرولی.
د بشري مرستو فعالان وايي که نړیوالې مرستې زیاتې نهشي، د خوارځواکۍ کچه به نوره هم لوړه شي او د راتلونکو نسلونو پر فزیکي او رواني روغتیا به نه جبرانېدونکي زیانونه واوړي.
یونیسف او د ملګرو ملتونو نورې ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې د افغان ماشومانو د تغذیې او روغتیایي ملاتړ لپاره خپل مالي ژمنې زیاتې کړي، ځکه د دوی په وینا، د خوارځواکۍ بحران اوس د یوې انساني فاجعې بڼه غوره کړې ده.


