لوګزامبورګ فلسطین په رسمیت پېژني.
د لوګزامبورګ لومړي وزیر لوک فریدن او د بهرنیو چارو وزیر خاویر بتل په پارلماني کمېسیون کې ویلي، چې هېواد یې په راتلونکي عمومي غونډه کې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې فلسطین د خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژني.
د بهرنیو چارو وزیر وویل چې پارلمان ته به یوه طرحه وړاندې کړي، تر څو پر اسرائیلو نور اقدامات او احتمالي اقتصادي بندیزونه ولګول شي.
په ورته مهال، د راپورونو له مخې فرانسه او سعودي عربستان د سپټمبر پر ۲۲مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د فلسطین د رسميت پېژندلو په اړه ګډه غونډه ترسره کوي.
همدارنګه اسټرالیا، کاناډا، بلجیم، فرانسې او برېتانیا مخکې له دې اعلان کړی و، چې فلسطین به د ملګرو ملتونو په راتلونکي غونډه کې په رسمیت وپېژني.
تر دې دمه، د روان کال تر اپریل میاشتې پورې شاوخوا ۱۴۷ هېوادونو فلسطین د خپلواک دولت په توګه په رسمي توګه پېژندلی، چې دا د ملګرو ملتونو د غړو شاوخوا ۷۵ سلنه جوړوي.