ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند په افغانستان کې د یوناما له مرستیال سره وکتل
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند، تېره ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت «یوناما» له مرستیال ایندریکا راتوات سره کتلي دي.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند په افغانستان کې د طبیعي پېښو پر مهال زیانمنو شویو افغانانو ته د «یوناما» له لوري د رسول شویو مرستو څخه مننه کړې.
سرچينې ويلي ښاغلي برادر اخوند له یاد بنسټ څخه غوښتي چې په افغانستان کې دې د بشري مرستو په ويشنه کې رونټيا رامنځته کېدو ترڅنګ؛خپلې مرستې پراختیايي برخو ته هم واړوي؛ ترڅو هېوادوالو ته په بيلابيلو برخو کې د سهولتونو زمينه رامنځته شي.
په همدې حال کې بيا اندریکا راتوت ډاډ ورکړی او ويلي دې چې مونږ به د اسلامي امارت سره په ګډې همغږۍ خپلو پراختیایي او بشري مرستو، د خصوصي سکټور ملاتړ او افغان بزګرانو ته د کوکنارو د بدیل کښت برابرولو سربېره په یو شمېر نورو برخو کې هم مرستو ته دوام ورکړو.