slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ویلچر بسکتبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ اسیا اتلولۍ سیالیو په خپله دویمه لوبه کې هند ته د ۹۳ – ۲۳ امتیازونو په ستر توپیر ماته ورکړه.

دغې لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶۳ – ۵۴ امتیازونو په توپیر ماته ورکړې وه. افغان ملي لوبډله به خپله درېیمه لوبه کې راتلونکې پنجشنبه( د لړم پر ۲۱مه) د عراق پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د ویلو ده، چې یادې سیالۍ د ټایلنډ په کوربه‌ توب په پلازمېنه بنکوک ښار کې د ۱۴ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۷مه پیل شوي او تر ۱۵مې نېټې به دوام وکړي، چې افغانستان په A ګروپ کې له نیوزیلنډ، هند او عراق سره سیالۍ کوي.