میدان وردګو ولایت کې د سختو سیلابونو له امله یو تن شهید، درې ټپیان او ځایي اوسېدونکو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي.
د میدان وردګ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د تیرې شپې شدیدو سیلابونو له امله یو تن شهید شوی، درې نور ټپیان دي، او ګڼ مالي زیانونه خلکو ته اوښتي دي. د پیښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست وايي، مرستندوی ټیمونه له تېرو شپو راهیسې په ساحو کې د زیانمنو شویو خلکو د مرستې لپاره حاضر دي.
د پیښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست د لومړنیو معلوماتو له مخې، سیلابونو د نرخ ولسوالۍ د څینځایي سیمې پر خلکو شدید اغېز کړی، چې له امله یې یو تن شهید شوی او درې تنه ټپیان شوي، چې روغتیايي مرکز ته انتقال شوي دي.
سیلابونو د خلکو د تګ راتګ عمومي لارې بندې کړې دي او څلور موټر یې له ځان سره وړي دي.
همدارنګه، د چک، سیدآباد او دایمیرداد ولسوالیو خلک هم د سختو سیلابونو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د راپورونو له مخې، سیلابونو د خلکو پر کورونو، کرنیزو محصولاتو او مالدارۍ زیانونه اړولي، چې لا تر اوسه یې دقیق ارقام نه دي څرګند.
د پیښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست مسؤلین وايي، چې دوی له تېرو شپو راهیسې له خپلو پرسونلو سره یوځای سیمو ته رسېدلي او د ژغورنې، مرستې او ارزونې چارې یې پیل کړي دي.
په سیمه کې د سیلابونو اغېزې لا هم دوام لري، او د زیانمنو شویو خلکو لپاره د بېړنیو مرستو چمتووالی روان دی. چارواکي له اړوندو ادارو او خیریه بنسټونو غوښتنه کوي، چې د زیانمنو شویو کورنیو د مرستې لپاره خپل ملاتړ چټک کړي.