کابل کې د نشهيي توکو د خرڅلاو، کارولو او لیږدولو په تړاو ۶۱ کسان نیول شوي.
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د کابل ولایت اړوند د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسولینو د کابل ښار له مختلفو سیو څخه په تیرو څو ورځو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د نشهيي توکو د خرڅلاو، کارولو او لیږدولو په تړاو ۶۱ کسان نیول شوي دي.
له نیول شوو کسانو څخه ۲۱۰۵ عدده نشهيي ګولۍ، څه اندازه شیشه او چرس ترلاسه شوي دي.