د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال؛ که شرایط برابر شي، له امریکا سره نېغ په نېغه خبرې امکان لري.
د
ایران د ولسمشر لومړی مرستیال، محمد رضا عارف وایي، چې د تهران د خبرو
اترو لوری هغه څه دي چې د ایران خلک یې غواړي او که مناسب شرایط رامنځته
شي، له امریکا سره مستقیم مذاکرات هم کېدای شي.
عارف زیاته کړه: «باید وکتل شي هغه هېوادونه چې له امریکا سره یې مزاکرات کړي، تر کومه بریده خپلو ګټو ته رسېدلي. البته د ایران په قاموس کې د خبرو اترو نه کول نه شته؛ خو د امریکا ماهیت داسې دی چې خپلې غوښتنې د نورو پر وړاندې دیکته کوي، او د ایران ملت دا ډول مذاکرات نه مني او دولت ته یې اجازه نه ورکوي.»
د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال ټینګار کړی،چې تهران په عزت او وقار خبرې اترې کول غواړي او د یورانیمو د غني کولو له پروګرام څخه نه تېرېږي. هغه د «صفر غنيسازی» طرحه «یوه لویه ټوکه» وبلله.