slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ایران وتلی سني عالم او د زاهدان د جامع جومات خطیب مولوي عبدالحمید، له حج څخه د راستنېدو پر مهال افغانستان د سفر لپاره امن هېواد وباله او د اسلامي امارت له همکاریو یې مننه وکړه.

نوموړی چې د پراوزونو د محدودیت له امله دعراق یا پاکستان پر ځای افغانستان ټاکلی، تېره پنجشنبه هرات ښار ته راورسېد.

مولوي عبدالحمید په یوه وینا کې وویل: "افغانستان امن دی، دلته یوه ښځه کولی شي له یوې سیمې بلې ته ورځو ورځو سفر وکړي او امنیت یې خوندي وي. خلک خپل موټرونه له کوره بهر ودروي، ځکه دوی پر شته امنیت باور لري."

نوموړي د ایراني حاجیانو په لېږد کې د اسلامي امارت له مرستې مننه وکړه او د افغان دولت دا هڅه یې د ښه امنیت نښه وبلله.

که څه هم مولوي عبدالحمید په تېرو کلونو کې ځینې نیوکې هم کړې، خو دا ځل یې په څرګنده توګه افغانستان د یو امن هېواد په توګه یاد کړ، چې د اسلامي امارت له‌خوا د امنیت ټينګښت یو مثبت انځور وړاندې کوي.

د اسلامي امارت ویاندویانو تل ټینګار کړی چې افغانستان د ترهګرۍ له شتون څخه پاک دی او د نړیوالو اندېښنو سره سره، دوی د هېواد د امنیت، ثبات او پرمختګ لپاره ژمن دي.

دغه څرګندونې د یو با نفوذه مذهبي عالم له‌خوا، په داسې حال کې کېږي چې سیمه‌ییزو او نړیوالو رسنیو کې د افغانستان په اړه بېلابېل نظرونه شته، خو د مولوي عبدالحمید دا وینا د اسلامي امارت د امنیتي لاسته راوړنو یوه روښانه نښه بلل کېږي.