slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند طیب حماد پولیس راډیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې خبر ورکړی چې په دې ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

د ننګرهار ولایت د سره‌ رود ولسوالۍ اړوند د پیر باغ په سیمه کې ترافیکي پېښه کې چې ډمپر (مازدا) له یوه ډاډسن موټر سره د بې احتیاطۍ له امله ټکر کړی وو یو تن ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د پېښې له رامنځته کېدو سره سم،د سره رود امنیتي ځواکونه او  د ترافیکو مدیریت مسؤولین سیمې ته رسېدلي، د پېښې دقیقې څېړنې یې ترسره کړي، ټپیان یې ژر تر ژره سیمیز روغتون ته لېږدولي، او د مړ شوی تن جسد یې د هغه کورنۍ ته سپارلی دی.

د ننګرهار د ترافیکو مدیریت یو ځل بیا له ټولو چلوونکو څخه غوښتنه کوي، چې د سړک د ترافیکي اصولو رعایت ته جدي پاملرنه وکړي، د بې‌احتیاطۍ او زیات سرعت له امله د دې ډول ناوړه پېښو مخه ونیسي، او د انساني ژوند ارزښت ته درناوی وکړي.