کابل او تهران د درملو او طبي وسایلو د تولید په برخه کې همکارۍ پراخوي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران د روغتیا وزارت مرستیال او د خوړو او درملو ادارې له رییس مهدي پير صالحي او په افغانستان کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره لیدنه کړې.
د لیدنې پرمهال د ایران د روغتیا وزارت مرستیال ویلي، ایران چمتو دی چې له افغانستان سره د درملو او طبي وسایلو د تولید او افغانستان ته یې د صادراتو د زیاتوالي په برخه کې اوږد مهاله همکارۍ پراخې کړي.
دغهراز ملا عبدالغني برادر اخوند ایراني لوري ته اسلامي امارت اړوندو ادارو له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی.


