slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت اعلان کړی چې د هلمند ولایت له بېلابېلو سیمو څخه ۱۶۵ تنه روږدي راټول شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د هلمند د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مدیریت له لوري د یوې نیمې میاشتې په موده کې راټول او وروسته د درملنې لپاره د کندهار ولایت د غوښتنې د کموالي ریاست اړوند څلور زره بستریز صحي کمپ ته لېږدول شوي دي.

مسوولین وایي، هڅې روانې دي څو د هېواد په نورو سیمو کې هم د روږدو د راټولولو او درملنې لړۍ دوام ومومي.