هرات کې ۳۰۰ تنه روږدي له درملنې وروسته خپلو کورنیو سره یوځای شول.
د هرات امنیې قوماندانۍ په نشه یی توکو روږدي تر ۳۰۰ درې سوه څخه زیات کسان د نشه یی توکو سره د مبارزه مدیریت د درملنې له کمپ څخه خوشې کړل.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير مولوي حاجي حيات الله "روحاني" وايي، چې د هرات امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت له لوري تر ۳۰۰ درې سوه زيات په نشه يي توکو روږدي کسان چې پخوا د دغه ولايت له ښار او ولسواليو څخه راټول شوي وو، له څه باندې یو کال درملنې وروسته روغ او خپلو کورنیو ته وسپارل سول
دغه راز د تېرې اوونۍ په بهير کې د ښار له واټونو څخه ۵۷ تنه د درملنې په موخه د دغې ادارې د معتادينو د درملنې مرکز ته ليږدول شوي دي.