slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار شاوخوا او ولسوالیو کي پر زرګونه هکتاره ځمکه پنبه دانه کرل شوې ده چي زیات شمېر کروندګرو ته د یادو پنبوو برخو کي کمیاوي کودونه او تخمونه ورکړل شوي دي ترڅو په حاصلاتو او عایداتو کي یې ښه والی راشي.
هلمند هرکال په کور دننه او له هېواده بهر پنبه صادروي، چې سږکال د لا ښه حاصلاتو لپاره د دې ولایت له بزګرو سره تخمونه او سرې( کودونه) شریک شوي. د دې ولایت بزګر هیله لري چې سږکال یې د پنبې په حاصلاتو کې زیاتوالی راشي. د یادولو ده، چې د هلمند پنبه د هېواد او سیمې په کچه په ښه نرخ پلورل کېږي