شوکمارو د نایجېریا شمال کې تر ۱۰۰ ډېر کسان تښتولي
ځايي اوسېدونکو ویلي وسله وال کسان په زامفاره ایالت کې د دوی کلیو ته پر موټرسایکلونو ورغلي وو عیني شاهدان وايي، ورانکاره ډلو دغلته پر خلکو مالیه ټاکلې او تښتول شویو کسانو نه وه ورکړې.په دې وروستیو کلونو د نایجېریا شمال لوېدیځ کې پیسو لپاره تښتونې پام وړ ډېرې شوې دي.وسله والې ډلې چې ځايي خلک یې غړي شوکمار بولي، ډېر وخت ښوونځي او مساپر په نښه کوي او بیا د تښتول شویو کسانو د خوشې کولو بدل کې پیسې غواړي.رویټرز خبري اژانس د یوه ځايي کليوال مشر له خولې ویلي، چې د جمعې ورځې د ډله ییزې تښتونې پر مهال د وسله والو لخوا یو کس وژل شوی هم دی.بيبيسي د موتونجي کلي له یوه اوسېدونکي اورېدلي چې وسله والو دی هم بیولی و، خو وروسته ترې په تښتېدلو بریالی شوی دی.یو ځايي اوسېدونکی وايي»موږ هڅه کوو چې پیسې راټولې کړو… خو شوکمار ناڅاپه راغلل او خلک یې ولوټل. تر ۱۰۰ ډېر کسان یې له ځان سره وړي چې ډېرې یې ښځې او زلمیان دي.»