بلخ؛ د وزلوبې ګروپي سیالۍ پای ته ورسېدې
په بلخ ولایت کې د وزلوبې ګروپي سیالۍ چې د ياد ولايت د وزلوبې فدراسيون د رئيس میرویس هودخېل په مشرۍ او د فردین زرګر په همکارۍ پیل شوې وې، پای ته ورسېدې. د وزلوبې یادې سیالۍ د دوو ټیمونو ترمنځ له ۳۰ دقیقو لوبې وروسته ۲-۲ مساوي پای ته ورسېدې. سیالۍ چې مساوي پای ته ورسېدې، میرویس هودخېل پایلوبې ته دوه لوبغاړي، شمس الدین پهلوان پر آسمان جمال آس او انور پهلوان د استاد نجیب الله پر آس خوسی د وزلوبې حلقې ته ورساوه، چې ټاکل شوې جایزه یې ترلاسه کړه.