په جلالاباد ښار کې د دوو کانکريټي سړکونو د جوړېدو چارې پيل شوې
د ننګرهار ولایت جلالاباد ښار اتمې ناحیې کې نن د دوو کانکريټي سړکونو د جوړېدو چارې په رسمي ډول پیل شوې. دغه سړکونه د جلالاباد ښاروالۍ په هڅو، د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او د یونپس (UNOPS) په تخنیکي همکارۍ جوړېږي.
د پروژو د پرانیستې مراسم د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې ترسره شول. د ښاروالۍ مرستیال مولوي محمد اسحق سعيد وویل چې د یادو سړکونو مجموعي اوږدوالی ۱۶۰۰ متره او پلنوالی یې ۵ متره دی، چې د شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت به بشپړې شي. نوموړي زیاته کړه چې د دې پروژو له امله لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
ښاغلي سعيد دا هم وویل چې د روان ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په ترڅ کې به د ښاروالۍ له عوایدو څخه تمویلېدونکې شاوخوا ۴۰ پروژې بشپړې شي.
په ورته وخت کې، د پروژې مسؤل صلاح الدین زيرک خلکو ته ډاډ ورکړ چې یادې پروژې به د لوړې کيفيت په اساس عملي شي.
د سیمې اوسېدونکي د دغو پرمختیایي کارونو له پیل څخه خوښي څرګندوي، دوی وایي چې له ګڼو ستونزو به وژغورل شي او د تګ راتګ ستونزې به یې حل شي.
له بلې خوا، په دې پروژو بوخت کارګران هم خوښ دي او هیله څرګندوي چې ورته پروژې دې دوام ومومي. د یادونې وړ ده چې د دې پروژو عملي چارې به د نږدې درې میاشتو په موده کې بشپړې شي.