په هېواد کې د مساجدو بريښنا معاف شوه
د ا.ا.ا ویاند ښاغلي مولوي ذبیح اللّٰه مجاهد پخپله ايکس پاڼه ليکلي، چې د اميرالمؤمنين حفظه اللّٰه د حکم پر اساس په ټول هېواد کې د مسجدونو د برق لګښتونه معاف دي او اړوندې امارتي ادارې دې په راتلونکي کې د یادو لښګتونو د تادیې غوښتنه نه کوي.
په خبرپاڼه کې ټينګار شوی چې د مساجدو په اړه دې دقیقه څارنه وشي، ترڅو د مسجدونو برق په نورو ځایونو کې ونه کارول شي.