slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 د ملي دفاع وزارت رسنیز ادرسونه وایي، چې د دې وزارت اړوند ۲۲۱ شهید افتاب فرقې له ښوونیز مرکز څخه ۲۵۰ تنه ځوان منسوبين له درې میاشتنیو نظامي، تکتیکي او عقیدوي زده کړو څخه وروسته د یو لړ  مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په یادو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د جګړییزو ګډو زده کړو قومندانۍ قومندان مولوي نصیب الله مدني، د حقوقو ریاست مرستیال مولوي اسدالله اعزاز، د پیژنتون ریاست د بشري منابعو رییس مولوي احمدالله سعید، د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې مرستیال مولوي عبدالله سعد او ګڼ شمېر علماء کرامو، مسوولینو او منسوبینو ګډون کړی و.

د جګړييزو ګډو زده کړو قومندانۍ قومندان مولوي نصیب الله مدني فارغانو ته د وینا پر مهال وویل: تاسو باید دا زده‌کړې د عمل په ډګر کې ثابتې کړئ؛ اطاعت، صبر او استقامت خپل اصول وګرځوئ، د خپلو مشرانو لارښوونو ته غوږ ونیسئ او زده‌کړې مو له نورو سره شریکې کړئ.

په پای کې فارغانو خپل نظامي تمرینات د مسولینو پر وړاندې نندارې ته وړاندې کړل او مراسم فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.