slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هرات د امنیې قوماندانۍ د نهمې امنیتي حوزې پولیسو درې تنه نیولي، چې په ښار کې یې د بېلابېلو ګڼ مېشتو سیمو په اوږدو کې د دوه دانو مسافر وړنکو ریکشاوو څخه په استفادې د بهوشي موادو په وسیله د جیبونو وهلو او له خلکو  څخه غلا کولو  پر مهال لاس په لاس د دغې حوزې له اړوند ساحې څخه ونیول شول.

له دوی څخه یوه میل تومانچه، دوه غلا شوې ریکشې او ۷۲۰,۰۰۰ افغانۍ نغدې پیسې ترلاسه شوې، او اوس د امنیتي ځواکونو تر نظارت لاندې دي.