په کاپیسا کې د لارې د وېش پر سر نښته؛ یو کس وژل شوی او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
پرون ماښام شاوخوا اووه بجې د کاپیسا ولایت د کوهبند ولسوالۍ د ملنګخېلو په کلي کې د دوو کورنیو تر منځ د لفظي شخړې په پایله کې یوه ۴۰ کلن سړی د ښکار د توفنګ په ډزو وژل شوی، او ۴ ښځې او ۴ نارینه د بېلابېلو عمرونو له دواړو خواوو څخه ټپیان شوي دي.
د یادولو ده چې د دې نښتې اصلي لامل د لارې وېش و. د امنیتي ځواکونو له رسېدو سره سم نښته پای ته رسېدلې، او امنیتي ځواکونو اصلي تورن کسان نیولي او د هغوی دوسیې یې عدلي او قضايي ارګانونو ته د قانوني حل لپاره سپارلي دي.