slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

ټاکل شوې  چې نن یکشنبه، د وږي ۱۶مه د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې‌اړخیزو شل اوریزو سیالیو وروستۍ او پرېکړه‌کوونکې لوبه وشي. دا سیالي به د کابل په وخت د ماښام ۷:۳۰ بجې د شارجه په نړیوال لوبغالي کې وشي.

افغانستان د ګروپ پړاو په وروستۍ لوبه کې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې په سختو شېبو کې بریا خپله کړه او پایلوبې ته ورسېد. افغان لوبډلې د سپټمبر په ۵مه د اماراتو لوبډلې ته د ۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه. په دغه لوبه کې د ملي لوبډلې په ترکیب کې شپږ بدلونونه راغلي وو او ځینو مهمو لوبغاړو لکه راشد خان، محمد نبي او فضل الحق فاروقي ته د دمې فرصت ورکړل شوی و.

په دې سیالۍ کې ځوان لوبغاړی عبدالله احمدزی هم نړیوال کرکټ ته لومړنی ګام کېښود. د اماراتو لوبډلې د لوبې تر پایه ښه توپوهنه وکړه، خو افغان توپ اچونکو په وروستي اور کې د ۱۷ منډو دفاع په بریالیتوب سره ترسره کړه او بریا یې خپله کړه.