ننګرهار کې امنیتي ځواکونو څلور تنه د غلا په تور نیولي دي
د ننګرهار ولایت د درېیمې امنیتي حوزې مجاهدینو څلور هغه کسان لاسپهلاس نیولي، چې د چاقو په وسیله به یې له خلکو موبایلونه، پیسې او نور قیمتي توکي غلا کول.
یاد کسان د یادې حوزې په مربوطه سیمه کې د امنیتي ځواکونو له خوا د یوې کشفي هڅې په پایله کې ونیول شول، چې له نیولو سره سم یې پر خپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی.
اوس مهال نیول شوي کسان د څېړنو تر پروسې لاندې دي، چې له بشپړ پلټنو وروسته به د قانون مطابق عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.