ملګري ملتونه: تېرو دوو کلونو کې میلیونونه افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي.
ملګري ملتونه وايي، چې یوازې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر راهیسې تر اوسه شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
د راپورونو له مخې، یواځې د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې له دوو میلیونو زیات افغان کډوال ـ چې ډېری یې له ایران او پاکستانه ایستل شوي دي ـ افغانستان ته ورستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په وینا، د کډوالو د بېرته ستنېدو دغه پراخه څپه د افغانستان لپاره د جدي ننګونو سبب شوې ده، ځکه چې هېواد له مخکې څخه له اقتصادي ستونزو، ټولنیزو فشارونو او انساني بحرانونو سره مخ دی.
راپور وایي چې راستنېدونکي کډوال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د سرپناه نه شتون، د کار د فرصتونو کموالی او د څښاک اوبو، خوراکي توکو او روغتیایي خدماتو محدود لاسرسی د هغو اصلي ستونزو څخه دي چې ورسره مخامخ دي.
ملګري ملتونه زیاتوي، هغه سیمې چې کډوال په کې ځای پر ځای کېږي، لا له وړاندې په سختو اقتصادي شرایطو کې دي او د بېرته ستنېدونکو د ډېروالي د زغملو وړتیا نه لري. دا وضعیت د هېواد پر زیربناوو، په ځانګړي ډول د روغتیايي برخې پر نازک سیسټم، دروند فشار اچوي.
یاد سازمان ټینګار کوي چې د دې وضعیت د مدیریت لپاره د نړیوالې ټولنې بیړنی ملاتړ حیاتي دی. د هغوی په وینا، که چیرې عاجله مرسته ونه شي، هم بېرته ستنېدونکي کډوال او هم کوربه ټولنې له نوو بشري بحرانونو سره مخ کېدلی شي.