د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم په اساس ځینې تازه ټاکنې شوې دي.
۱ـ د لوګر ولایت پخوانی والي مولوي ضیاء الرحمن مدني د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مسلکي معین په توګه.
۲ـ د سرحدونو، قومونو او قبائلو چارو وزارت د کوچیانو د سمون چارو مخکنی عمومي رئیس، مولوي ګل زرین، د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ساختماني چارو او زونونو د پراختیا د معین په توګه.
۳ـ د چارو ادارې لوی ریاست مخکنی مالي او اداري مرستیال مولوي محمود شاه زاهد، د امارتي شرکتونو د عمومي ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې د مرستیال په توګه.
۴ـ د کندهار ولایت د حکمونو او فرمانونو د تعقیب او نظارت ریاست مخکنی مرستیال مولوي سیدحسن شاه آغا، د چارو ادارې د لوی ریاست د مالي او اداري مرستیال په توګه.
۵ـ د زابل ولایت مخکنی امنیه قومندان، قاري صلاح الدین ایوبي، د لوګر ولایت د والي په توګه.
۶ـ د کورنیو چارو وزارت مخکنی مشاور مولوي قدرت الله امیني، د کابل ولایت د والي د مرستیال په توګه.
۷ـ د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ مخکنی ولسوال مولوي عبدالحلیم حلیمي، د زابل ولایت د امنیه قومندان په توګه.
۸ـ د کابل ولایت مخکنی مرستیال، ملا محمد یونس مخلص، د کورنیو چارو وزارت د مشاور په توګه.
۹ـ او د ارزګان ولایت د استخباراتو مخکنی رئیس مولوي جمال الدین وهاج، د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت د آمر په توګه وټاکل شو.