لغمان کې ۱۸۸ مستحقو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت له لوري، د لغمان ولایت اړوند د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په هڅو، ۱۸۸ مستحقو سوالګرو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
یادې کورنۍ چې د ځانګړې کمېټې له لوري مستحقې پېژندل شوې وې، هرې یوې ته ۲۶۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه. د مرستې دا لړۍ د اړمنو او بېوزله کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د سوالګرو د کمښت په موخه پیل شوې ده.
د مرستې ترلاسه کوونکو کورنیو د اسلامي امارت له رهبرۍ، خصوصاً د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت له خواخوږۍ او انساندوستانه برخورد څخه مننه وکړه او ویې ویل چې دا مرسته به د دوی د ورځني ژوندانه په ښهوالي کې مثبت بدلون راولي.
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې سیمهییزو مسؤلینو وویل، چې دا ډول مرستې به دوام ومومي او هڅه کېږي چې نورې مستحقې کورنۍ هم تر پوښښ لاندې راوستل شي.