د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي شفقت له مخې د پروان مرکزي محبس څخه ۷۱ تنه بندیان آزاد او ۱۰۰ تنو ته د بند په موده کې تخفیف وشو.
د افغانستان د زندانونو د عفوې او تخفيف د فرمانونو د تطبيق رئیس مولوي شاهدالله خالد وویل: د سترې محکمې د حکم او د امیر المؤمنین حفظه د ځانګړي شفقت او تخفیف له مخې د پروان ولایت مرکزي محبس څخه د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۷۱ تنه بندیان آزاد او ۱۰۰ تنو ته د بند په موده کې تخفیف وشو.
د یادو بندیانو د آزادېدو په موخه پروان په مرکزي محبس کې غونډه نیول شوې وه، چې د پروان مسؤلینو او بندیانو د کمېټو غړو برخه درلوده.
ورته وخت کې پروان ولایت د استیناف محکمې رئیس شیخ میرآغا ذبیح الله عفوه او بښنه د اسلامي امارت د رهبرۍ له لویو ځانګړنه وبلله، او ویې ویل: اسلامي امارت اراده لري چې زندانونه د تعلیمي مرکزونو او ندامت ځایونو په توګه بدل کړي، څو بندیان د بند پر مهال له خپلو حقونو برخمن شي، خپلې ستونزې درک کړي، او له هغو ناسمو کړنو پښیمانه شي چې د بند سبب یې ګرزیدلي دي.
پروان ولایت د محبس رئیس شیخ عبدالرحیم احمد، رسنیو ته وویل: چې دا مهال ۵۱۷ تنه بندیان د دوی تر ادارې لاندې دي چې له دې ډلې یو شمېر ته عفوه او تخفیف ورکړل شوی، او پاتې نور د اصلاح، عقیدې او حرفوي روزنې پروګرامونولاندې نیول شوي.
نوموړي ټینګار وکړ چې زندان د تعزیر ځای نه، بلکې د اسلامي، حرفوي زدهکړو او ندامت لپاره مناسب فرصت دی.
خوشې شو بندیانو د خوشحالۍ څرګندونې کولې او د پروان د زندان د مسؤلینو له خوا د ورکړل شوو معیشتي، تعلیمي، حرفوي خدمتونو او ښه چلند مننه یې وکړ ویې ویل موږ په زندان کې خپلو تېروتنو ته متوجې شوو او ژمنه کوو چې نور به د شریعت او اسلامي نظام له اصولو سره مخالف اعمال نه کوو.