slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د دغه وزارت د خپرو کړو شمېرو له مخې یاد وزارت په تېر ۱۴۰۳ هجري شمسي کال کی د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کوډګرو، جادوګرو او هغه عناصرو د نیولو په لړ کې چې په ټولنه کي اختلاف، تفرقه او بد اخلاقي ته لمن وهي ټول ټال ۹۳۵ تنه کوډګر نیولي او د څیړنو لپاره یې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.

د خبرپانې په حواله د یادو کوډګرو له ډلې ۱۲۵ تنه په تخار، ۱۱۱ تنه په بغلان او ۱۱۷ تنه په کابل ولایت کې نیول شوي دي.

امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت منسوبین وړاندې هېوادوالو ته  ډاډ ورکوي چې هیڅ چاته اجازه نه ورکوې څو ورته ناوړه او غیر شرعي اعمال ترسره کړي او په ټولنه ناخوالي وزیږوي.

 د امربالمعروف وزارت منسوبینو پر هېوادوالو غږ کړی، چې هېوادوال دې له دوی سره خپله ملتیا نه کموي ترڅو په ټولنه کې  د هرې فتنې مخه ونیول شي.