فراه کې بزګرانو ته د زعفرانو پیاز او اړوند وسایل ووېشل شول
د فراه په مرکز کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د زعفرانو د پیازو او اړینو وسایلو د وېش لړۍ پیل شوه.
د دغه ریاست متخصص، توریالی نوري، باختر خبري آژانس ته وویل چې د (ډي آر سي) کمېټې له لوري او د (راډا) مؤسسې په تخنیکي همکاري ۵۰ تنه بزګرانو ته د زعفرانو پیاز، کیمیاوي سرې (تورې او سپینې) او اړوند وسایل ووېشل شول.
ښاغلي نوري زیاته کړه، چې یادو بزګرانو ته د توکو تر وېش وړاندې د زعفرانو د کرلو په برخه کې هر اړخیزه روزنه هم ورکړل شوې ده. د ده په وینا، د دې مرستې موخه د زعفرانو د کرنې دودول، د بزګرانو ملاتړ، له لږو ځمکو څخه د لوړ حاصل ترلاسه کول او په ټوله کې د بزګرانو د اقتصادي وضعیت پیاوړتیا ده.
باید وویل شي چې د فراه د کرنې ریاست او همکار بنسټونه په دوامداره توګه هڅه کوي چې د دغه ولایت د بزګرانو ستونزې راکمې کړي او د کرنیزو چارو د پراختیا لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.