د حماس سیاسي دفتر وايي؛ له امریکا سره مو د اوربند په پار مخامخ خبرې پیل کړې دي.
په غزه کې د صهیونیستي رژیم پر وړاندې په مبارزې اخته د حماس اسلامي غورځنګ سياسي دفتر تایيد کړې، چې په غزه کې د اوربند لپاره له امريکا سره د دوی مخامخ خبرې اترې روانې دي.
همدارنګه حماس د (غويي په ۲۱ مه) خبر ورکړ، چې د امريکا يو تابعيت لرونکی عسکر هم خوشې کوي، ترڅو په غزه کې اوربند ته زمينه برابره شي.
ويل کېږي چې ياد زنداني به په راتلونکو ۴۸ ګړيو کې آزاد کړای شي.
#پولیس_راډیو-لنډ خبرونه