slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کابل والي ملا امین‌الله عبید د افغانستان د سیکانو د ټولنې له استازي گل جیت سنگ، سره په یوه رسمي غونډه کې ولیدل او د اسلامي نظام له لوري د ټول هېواد د اتباعو، په ځانګړي ډول د مذهبي اقلیتونو د مساوي حقونو او د هغوی د ستونزو د حل ژمنه یې وکړه

په دې لیدنه کې کابل والي ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د امنیت تأمین، عدالت او د ټولو اتباعو د حقونو رعایت ته ځانګړې پاملرنه کوي. ښاغلي عبید وویل، «موږ هر وګړي ته په مساوي نظر ګورو او د هرې ستونزې د حل لپاره چمتو یو

د سیکانو د ټولنې استازي گل جیت سنگ هم د اوسني وضعیت ستاینه وکړه او وویل چې په اوسني افغانستان کې له دوی سره بې‌پرې چلند کېږي او د دوی حقوق جدي تعقیب کېږي. هغه زیاته کړه، «موږ هر ځای چې ځو، د سولې او عدالت احساس کوو او د امنیت په برخه کې له حکومت څخه بشپړ رضایت لرو

سربېره پر دې، ښاغلي سنگ یادونه وکړه چې ډېری هغه سیکان چې په تېرو وختونو کې هېواد پرېښی و، اوس غواړي بیرته راستانه شي او ارامه ژوند پیل کړي. هغه د سیکانو سوداګرو د وچو مېوو په صادراتو کې د اغېزناک رول یادونه هم وکړه، چې دا د هېواد د اقتصادي ودې لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.


دغه لیدنه د اسلامي امارت د اقلیتونو په اړه د څرګند لید څرګندونه کوي او په داسې حال کې چې افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخ دی، د ټولنې د بېلابېلو برخو ترمنځ د همغږۍ او تفاهم لور ته یو مثبت ګام ګڼل کېږي. کابل والي په دې اړه ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت به د ټولو اتباعو د حقونو د رعایت او د سولې د ټینګښت لپاره کار ته دوام ورکړي.