کابل ولایت مقام؛ یاد ولایت کې له زلزلهځپلو سره د مرستو راټولولو کمیټې غونډه کړې.
د کابل ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې پولیس راډیو ته ویلي چې د دې ولایت مرستیال والي مولوي قدرتالله امیني په مشرۍ، د کنړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو له زلزلهځپلو هېوادوالو سره د مرستو راټولولو کمیټې غونډه د ولایت مقام په معاونیت کې وشوه.
دې غونډه کې د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محمد نور خلیل، د ارشاد، حج او اوقافو رئیس، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئیس، او همدارنګه د سوداګرو او صنعت کارانو د اتحادیې مسوولینو او استازو ګډون کړی و.
مرستیال والي امیني په خپلو خبرو کې وویل، چې د زلزلهځپلو هېوادوالو لاسنیوی زموږ ديني او ملي وجیبه ده او ټینګار یې وکړ چې ټول باید په ګډه د خپلو بېوزلو ورونو او خویندو مرستې ته ودانګو. نوموړي له کابل مېشتو ملي پانګوالو، سوداګرو او صنعت کارانو وغوښتل، چې خپلې مرستې ژر تر ژره راټولې او یادو ولایتونو ته یې ورسوي.
د سوداګرو او صنعت کارانو اتحادیې استازو ډاډ ورکړ چې دوی به د کابل ولایت مقام په همغږۍ کې مرستې راټولې او په لنډ وخت کې به یې اړمنو کورنیو ته ورسوي.
د یادولو ده چې د مرستو د راټولولو او وېشلو لپاره ځانګړې کمیټه وټاکل شوه، څو مرستې منظمې زلزلهځپلو کورنیو ته ورسوي.