slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي اداره وایي، چې تېره ورځ ماښام مهال د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند درونټې سیمه کې له غره څخه یوه لویه ډبره راغورځېدلې او د درونټې برېښنا بند تر کاسې پورې یې د کابل-جلال اباد لویې لارې سړک بند کړی دی.

دغې ادارې هېوادوالو او مسافرو ته خبرداری ورکړی، چې دغه سیمه کې له غره څخه د نورو ډبرو د را غورځېدو جدي ګواښ شتون لري، نو له همدې کبله دې پر دغه لاره د سفر کولو څخه ډډه وکړي او د بدیلې لارې په توګه دې د قرغیو ولسوالۍ د چارباغ لاره وکاروي.