خوست ولایت کې، سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی
سږ کال په خوست ولایت کې په ۱۸۵۹۵ هکتاره ځمکه باندې غنم کرل شوي، چې د یادې کرل شوې ځمکې څخه به شاوخوا ۵۰۶۹۸ ټنه د غنمو حاصل په لاس راشي، چې دا د تیرو کالونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی دی.
د یادونې وړ ده، چې خوست ولایت کې د غنمو حاصلاتو د کیفیت او کمیت د ښه والي لپاره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري او د مؤسساتو په همکارۍ ۱۹۲۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ویشل شوې دي.
د خوست ولایت کرنې ریاست ژمن دی چې د خوستیو بزګرانو سره د کرنیزو ځمکو او حاصلاتو په ښه والی کې مرسته او همکارۍ ترسره کړي، تر څو بزګران له خپلو کرنیزو ځمکو زیاته ګټه او د خپلو هڅو ثمره په ښه ډول تر لاسه کړي.