خوست کې د اورلګیدنې پېښه کې د دوه لکه افغانیو په ارزښت شتمني وژغورل شوه
پرون جمعه سهار د خوست امنیه قوماندانۍ اړوند د اطفایې منسوبینو د خوست مرکز درېیمې حوزې مربوطاتو کې په یوه کور کې د ماشومانو د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې اورلګیدنې ته چټکه رسیدنه کړې، چې په پایله کې یې اور په بشپړه توګه مهار او د شاوخوا دوه لکه افغانیو په ارزښت د مالي زیان اوښتو مخه یې ونیوله.
یاده دې وي، چې په دغه اور لګیدنه کې د یاد کور یوه کوټه زیانمنه شوې او نور ځاني تلفات نه دي رامنځته شوي.