ا.ا د تاجکستان او قرغز جمهوریتونو تر منځ د پولې د ترسيم تړون د لاسلیک څخه هرکلی وکړ
بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د تاجکستان او قرغزستان جمهوریتونو تر منځ د پولې د ترسيم تړون د لاسلیک هرکلی کوي او د دواړو هېوادونو تر منځ د تړون له لارې د دغه اوږدمهالي اختلاف هواری د سیمې ثبات، اقتصادي ودې او د دواړو لوریو باور پیاوړتیا په لور یو مثبت ګام ګڼي.