slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 پرون سه شنبه، د غبرګولي ۶مه، ۱۴۰۴ د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رئیس مولوي مولوي احمد الله وثیق په هرات کې د ترکمنستان هیواد له سرکنسول باتر یولوف سره ولیدل، په دې لیدنه کې د هرات ولایت د ورزش ادارې رئیس مفتي عبدالرحیم رحماني، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست مشاور ګلاب الدین خپلواک، د یاد ریاست د نشراتو رئیس او ویاند اتل مشواڼي، د فني او مسلکي ریاست سرپرست حمیدالله صافي شتون درلود.

د ناستې په پیل کې د ترکمنستان سرکنسول خبرې وکړې هغه وویل: ترکمنستان له افغانستان سره پر سیاسي اړیکو سربېره فرهنګي او ورزشي اړیکو ته هم لېوالتیا لري او په وینا یې مخکې یې هم د ورزش په برخه کې ښې برنامې درلودلې دي. ښاغلي باتر یولوف خوښي وښوده، چې د افغانستان د ورزش ادارې له عمومي رئیس سره ګوري او هیله یې څرګنده کړه، چې په اینده کې د مشترکو ورزشي برنامو لپاره لا غښتلي ګامونه واخلي.

د هیواد د ورزش ادارې رئیس ښاغلي وثیق هم خوښي وښوده، چې ترکمنستان هیواد له افغانستان سره د ورزشي اړیکو او همکارۍ لېوالتیا لري زیاته یې کړه: " ترکمنستان هیواد له ا.ا سره ډېرې ښې اړیکې لري، موږ مخکې هم ورزشي اړیکې درلودلې دي، په راتلونکې کې هم چمتو یوو، چې دغه روابط پیاوړي کړو. تاسې په هرات ولایت کې زموږ د ځینو ورزشي برنامو حمایت کړی چې د ستاینې وړ دی." 

د غونډې په پای کې دواړو لوریو د ورزشي اړيکو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ او ناسته ستر رب ته د لاسونو په لپه کولو سره پای ته ورسېده.