سرچینې؛ پاکستاني لوري له بېګانیو بریدونو وروسته د فشار راوستلو په پار د تورخم دروازه د تګ راتګ پر مخ تړلې.
له سیمې د تازه راپورونو له مخې پاکستان یو ځل بیا د تورخم دروازه د دواړو خواوو پر مخ داسې مهال تړل کېږي چې تېر ماښام د اسلامي امارت ځواکونو پر کابل د برید په ځواب کې پر پاکستانیو پولهساتو ملېشو د درنو او سپکو وسلو بریدونه وکړل او مرګ ژوبله یې ورته واړوله.
پاکستاني مقاماتو د دې بریدونو په څار همدا نن د تورخم دروازه چې د ډیورنډ سرحدي کرښې پر سر د دواړو خواو لویه لاره ده د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې.
د سرحدي سیمې اوسېدونکي وایي، له دروازې د تړل کېدو سره سم سلګونه مسافر، سوداګر او ناروغان دواړو لوریو ته بند پاتې دي او د اوبو، خوړو او درملو له کمښت سره مخ دي.
د ننګرهار ولایتي چارواکو په وینا، پاکستاني لوری دا پرېکړه د “امنیتي ارزونو او د وروستیو پېښو د څېړنې” په نوم کړې ده. خو افغان لوري دا کار د فشار هڅه ګڼلې او وایي چې دا ډول کړنې د دواړو هېوادونو د خلکو د ستونزو د زیاتېدو لامل ګرځي.
د اسلامي امارت یو امنیتي مسوول، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رسنیو ته ویلي چې د تورخم د تړل کېدو موضوع د دیپلوماتیکو لارو له لارې تعقیبېږي او تمه ده ژر حل شي.