د میدانښار ښاروالۍ لخوا د (۲۶۰) متره په اوږدوالي کانګریت شوی سړک ګټې اخیستنې ته وسپارلو
د میدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې د ښاروالۍ ریاست د خپلې انکشافي بودجې څخه د (۴.۸) میلیونه افغانیو په ارزښت په بازار کې د (۲۶۰) متره په اوږدوالي کانګریت شوی سړک ګټې اخیستنې ته وسپارلو.
د یاد سړګ د ګټې اخیستنې پر مهال د میدانښار ښاروال ملا رازمحمد فاروقي وویل: دغه سړک چې (۲۶۰) متره اوږدوالی، (۲۰) متره سور او د ګلدان ترڅنګ دواړو خوا ته ویالې هم پکط شاملې دي چې د ښاروالۍ ریاست د انکشافي بودجې څخه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي.