slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار کانال شرکت اړوندو سمیو کې د کب روزنې ۴۹ ډنډونه جوړ شوي چې ۳۰ زره کبان په کې روزل کېږي. د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د دغه شرکت اړوندو سیمو کې د کبانو د روزنې ۴۹ ډنډونه جوړ شوي چې ۳۰ زره کبان په کې روزل کېږي او لس ټنه یې پلور ته چمتو شوي دي. هېره دې نه وي چې په دغو فارمونو کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.