لاوروف؛ د روسیې پر ضد هر ډول برید ته به سخت ځواب ورکړو.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف خبرداری ورکړی، که پر دغه هېواد هر ډول ځمکنی یا هوايي برید وشي، مسکو به پرې توند غبرګون وښيي.
لاوروف دغه څرګندونې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو خبرو په غبرګون کې کړې دي. ټرمپ ویلي وو، چې د ناټو په هوايي حریم کې دې روسي جنګي الوتکې وویشتل شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې مسکو د ناټو او اروپايي ټولنې پر هېڅ غړي هېواد برید نه دی کړی او نه هم داسې کوم پلان لري. هغه زیاته کړه، د روسیې د حاکمیت هر ډول نقض به ناوړه او درانه عواقب ولري.