سریلنکا اینډونیزیا او تایلینډ کې طبیعي پېښو ګڼه مرګ ژوبله اړولې.
الجزیرې د اندونیزیایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د لوېدیځ سوماترا په ټاپو کې وروستیو سېلابونو او ځمکښوېیدنو ته په کتو، تر دې دمه لږترلږه ۱۷۴ کسان مړه او شاوخوا ۸۰ تنه لادرکه اعلان شوي دي. د ناورین له امله زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو بېځایه شوې او د بېړنیو مرستو اړتیا ورځ تربلې زیاتیږي.
په ورته وخت کې، د تایلینډ حکومت تایید کړې چې د دغه هېواد په ۸ سویلي ولایتونو کې د سختو سېلابونو له امله ۱۴۵ کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
همدارنګه په سریلانکا کې د «دیتوا» په نوم توپان د پراخو سېلابونو او ځمکښوېیدنو لامل شوی، چې په پایله کې یې ۵۶ تنه مړه او ۲۳ نور لادرکه شوي دي. چارواکي وايي چې د ژغورنې ډلې لا هم په ځپلو سیمو کې لټون روان ساتي.


