slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کرکټ اسیا جام سیالیو پایلوبه د هند او پاکستان ترمنځ په دوبۍ کې وشوه، چې پاکستان لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې ۱۴۷ منډې جوړې کړې.

د ۱۴۸ منډو هدف د هند لوبډلې د سختې سیالۍ وروسته په وروستي اوور کې پوره کړ. په دې بریا سره هند د نهم ځل لپاره د اسیا جام اتل شو.

د هند لپاره د تیلک ورما توپ وهنه د پام وړ وه. هغه په مهمو شېبو کې ۶۹ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

د کرکټ شنونکو په وینا، دا بریا د هندي لوبډلې لپاره یو تاریخي پړاو دی، ځکه یو ځل بیا یې په سیمه‌ییز کرکټ کې خپل واک او برلاسی څرګند کړ.