په پکتیا کې د يو باب ستر روغتون د بنسټ ډبره ايښودل کېږي
د پکتيا ولايت وياند محمد رسول احمدي پوليس راډیو ته وویل چې د مرکز ګرديز د کرماشي سیمه کې د يوه ستر ۱۵۰ بستريز روغتون د بنسټ ډبره ايښودل کېږي.
احمدي وايي دغه روغتون د متحده عربي اماراتو په مالي لګښت جوړېږي، چې پۀ عصري طبي وسایلو به مجهز وي.