د افغانستان بانک د ۱۴۴۶ کال مهمې لاسته راوړنې له ملت سره شریکې کړې.
د افغانستان بانک د حکومت د رسنیو په مرکز کې د رسنیز کنفرانس له لارې د ۱۴۴۶ کال مهمې لاسته راوړنې له ملت سره شریکې کړې.
په دې پروګرام کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیقالله خالد وویل، چې بانک په تېر کال کې د پولي ثبات، بانکي خدماتو پراختیا، اسلامي مالي تمویلاتو، او نړیوالو اړیکو په برخه کې مهم پرمختګونه کړي دي.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان بانک د معقولو پولي سیاستونو له امله افغانۍ د ډالرو پر وړاندې ۰.۷۹ سلنه ارزښت زیات کړی. همداراز، د هېواد بانکي سکتور د شتمنیو، ګټې او پانګې په برخو کې د پام وړ وده کړې ده.
ښاغلي خالد وویل چې په تېر کال کې په بانکونو کې د خلکو د سپما اندازه ۷.۹ میلیارده افغانیو ته لوړه شوې، او ۶۲ نوې بانکي نمایندګۍ او غرفې پرانیستل شوې دي.
هغه دا هم څرګنده کړه چې شاوخوا ۱۶ زره کسانو او شرکتونو ته اسلامي مالي تمویلات برابر شوي، چې دا ډول تمویلات د تېر کال په پرتله ۷۱ سلنه زیات شوي دي.
د افغانستان بانک چارواکو وویل چې دا مهال د هېواد سوداګریز بانکونه له نږدې ۲۰۰ نړیوالو بانکونو سره اړیکې لري، او د نړیوالو مالي معاملو (TT) پروسه یې ساده کړې ده.
همداراز، نږدې ۵ میلیارده زاړه بانکنوټونه له بازار څخه راټول او سوځول شوي، او د صرافیو او پولي خدمتونو فعالیتونه هم منظم شوي دي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د رسنیو استازو پوښتنې وکړې، چې د افغانستان بانک اړوندو مسئولینو ورته بشپړ ځوابونه وړاندې کړل.