خبرونه نړۍ
-
امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نیویارک ټایمز ورځپاڼې او د هغې د څلورو خبریالانو پر وړاندې د افترا دعوا کړې ده. نوموړي د فلورېډا په یوه محکمه کې شکایت ثبت کړی او د ۱۵ میلیارده ډالرو د غرامت غوښتنه یې کړې ده.
-
روسیې د اوکراین په سوېل ختیځ کې پر زاپوریژیا ښار تازه هوایي او توغندیز بریدونه ترسره کړي دي. د اوکرایني چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کې یو کس وژل شوی او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
-
امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د وینزویلا په خاوره کې یې پر یوې کښتۍ برید کړی، چې د امریکا په لور یې نشهيي توکي انتقالول. نوموړي زیاته کړې چې که اړتیا وي، متحده ایالات به د نشهيي توکو د قاچاق پر وړاندې ځمکني عملیات هم کړي.
-
د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني وايي چې هیواد یې پلان لري د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د فلسطین دولت په رسمیت د پیژندلو اقدام وکړي، خو دا پیژندنه د څو مشخصو شرایطو سره مشروطه ده.
-
د ډونالډ ټرمپ ادارې تازه اعلان کړی، چې په راتلونکي مالي کال کې یې په دغه هېواد کې د تور پوستو او قبایلي ښوونیزو مرکزونو او پوهنتونونو لپاره ۵۰۰ مېلیونه ډالره اضافي بودجه ځانګړې کړې ده.
-
فلسطیني چارواکي وایي، اسراییلي ځواکونو د غزې په ښار کې لږ تر لږه ۳۰ استوګنیزې ودانۍ ویجاړې کړې او زرګونه اوسېدونکي یې له خپلو کورونو د وتلو لپاره اړ کړي دي.
-
د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان بن جاسم آل ثاني ویلي، چې هېواد یې به له امریکا او مصر سره په ګډه د غزې د اوربند لپاره د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکړي.
-
په لندن کې د «ټامي رابینسون» په مشرۍ د کډوالو ضد پراخ لاریونونه له پولیسو سره د شخړو سبب شوي، چې لږ تر لږه ۲۵ کسان پکې نیول شوي او ۲۶ پولیس ټپیان شوي دي، څلور یې د شدیدو ټپونو له امله روغتون ته وړل شوي.
-
د پیسو نړیوال صندوق (IMF) د پاکستان په وروستیو سختو ورښتونو کې د رامنځته شوې مرګژوبلې او پراخو ویجاړیو په اړه خواشیني څرګنده کړه. دغه بنسټ ویلي چې ارزونه به وکړي چې آیا د ۲۰۲۶ کال بودیجه د بیړنیو لګښتونو او اقداماتو لپاره کافي ده که نه.
-
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د هایټي په یوه لرې پرتو سیمه کې د وسلهوالو له خوا د ۴۰ کسانو د وژنې او د کلي د سوځولو پېښه وغندله. هغه پر حکومت غږ کړی چې د دې بشري حقونو د سرغړونو عاملان عدالت ته راکاږي.


