خبرونه نړۍ
-
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د پرې کېدو دوام د پاکستان اقتصادي جوړښت له جدي ستونزو سره مخ کړی او د دغه هېواد د بازارونو، تولیدي فابریکو او صادراتي لارو پر فعالیت یې منفي اغېز کړی دی.
-
د روسیې د طبیعي سرچینو او چاپیریالساتنې وزیر، الکساندر کوزلوف وایي چې د شمالي کوریا په ښوونځیو کې به له څلورم ټولګي څخه پورته د روسي ژبې تدریس پیل شي.
-
د امریکا د خوړو او درملو ادارې مشر ویلي چې د دوی د داخلي معلوماتو پر بنسټ، لږترلږه ۱۰ ماشومان ښايي د کووېډ-۱۹ واکسین اخیستو وروسته د زړه د التهاب (میوکاردیت) له امله مړه شوي وي.
-
پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د افغانستان د سیاست په اړه د اسلامـاباد تګلاره یو ځل بیا تر کلکو نیوکو لاندې راوستې ده. نوموړی هغه مهال دا څرګندونې کوي، چې یو شمېر پاکستاني سوداګر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د بیا پیل غوښتنه ورسره شریکه کړه.
-
د امریکا پولیسو ویلي چې د جمعې په ورځ د کلفرونیا ایالت د سنخوزه ښار په یوه سوداګریز مرکز کې ډزې شوې دي. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي دي. اسویشیټېډ اژانس یو راپور کې لیکلي چې دواړه ټپیان د مرمیو د لګېدو له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.
-
د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د دفتر رییس، اندري یرماک، له خپل مقام څخه استعفا کړې ده. ولسمشر زېلېنسکي په یوه لنډ پیغام کې تایید کړې چې یرماک استعفا ورسپارلې او د نوي رییس د ټاکلو لپاره به سلا مشورې پیل کړي.
-
الجزیرې د اندونیزیایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د لوېدیځ سوماترا په ټاپو کې وروستیو سېلابونو او ځمکښوېیدنو ته په کتو، تر دې دمه لږترلږه ۱۷۴ کسان مړه او شاوخوا ۸۰ تنه لادرکه اعلان شوي دي. د ناورین له امله زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو بېځایه شوې او د بېړنیو مرستو اړتیا ورځ تربلې زیاتیږي.
-
د راپورونو له مخې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګنده کړې چې برید د هغه افغان له خوا ترسره شوی چې په ۲۰۲۱ کال کې امریکا ته انتقال شوی و. د بریدګر هویت «رحمن الله لکڼوال» ښودل شوی او ویل کېږي چې په ټپي حالت کې نیول شوی دی.
-
- 1404/09/05
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړۍوالې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو او د یادې ادارې د ښځو دفتر د ۲۰۲۵ کال راپور خپور کړی، چې په کې ویل شوي، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په ټوله نړۍ کې د لسګونو زرو ښځو او نجونو د وژل کېدو لامل کېږي.
-
د دوامداره ټولنیزې پراختیا سازمان (SSDO) تازه څېړنه ښيي چې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمایي کې د پاکستان په پنجاب ایالت کې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴ زره او ۱۵۰ پېښې ثبت شوي دي.


