خبرونه نړۍ
-
- 1404/09/15
د پاکستان ډان ورځپاڼې د پاکستاني صادرونکو، صنعتکارانو او سوداګرو له قوله ویلي، چې له افغانستان سره د لارو تړل کېدو له کبله ورته هره ورځ له څلور میلیونه ډالرو زیات زیان رسېږي.
-
د کاناډا حکومت اعلان کړی، چې سوریې هېواد نوم یې د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو هېوادونو، او همداراز د تحریرالشام نوم یې هم د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه لرې کړی دی.
-
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې دا یو حقیقت دی او باید ومنل شي، چې اسلامي امارت په بشپړه توګه د افغانستان پر وضعیت کنټرول لري.
-
د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی چې د ورجینیا په وینزبورو ښار کې یې د جانشاه ساپي په نوم یو افغان تبعه د داعش خراسان ډلې د ملاتړ په تور نیولی دی. چارواکي وايي، نوموړی په ۲۰۲۱ کال کې د جو بایډن د «متحدینو هرکلی» پروګرام له لارې امریکا ته انتقال شوی و.
-
د اسراییل او لبنان ډیپلوماټانو تر ۱۹۹۳کال وروسته د لومړي ځل لپاره د امریکا په منځګړیتوب په مستقیمه توګه په یوې ناسته کې سره ولیدل؛ د یادې ناستې موخه د سرحدي تاوتریخوالي کمول او د سویلي لبنان د ثبات لپاره د اقتصادي همکارۍ ارزونه وه.
-
د «ډیفنس اسکوپ» خپرونې راپور ورکړی، چې پنټاګون به د خپل «د بېپيلوټه الوتکو د برترۍ پروګرام» په چوکاټ کې د ارزانه او وړو بېپيلوټه الوتکو د اخیستو لپاره اقدام وکړي. راپور زیاتوي، چې پنټاګون پلان لري څو تر ۲۰۲۷ پورې له ۲۰۰ زره زیاتې بېپيلوټه الوتکې واخلي.
-
- 1404/09/12
تاجکستان له افغانستان سره د پولې وضعیت خرابېدو وروسته، له روسیې او د ټولیز امنیت تړون له سازمان سره د ګډ څار او ګډو ګزمو د پيل لپاره خبرې پیل کړي دي.
-
مسکو کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړپوړو استازو ترمنځ پنځهساعته مذاکرات د اوکراین د جګړې د حل لپاره د احتمالي سولې پر طرحه پرته له هر ډول وروستي پایلې پای ته رسېدلي دي.
-
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ پر اړه د جو بایډن پخوانۍ تګلاره یو ځل بیا په کلکه وغندله او ادعا یې وکړه چې په تېرو کلونو کې امریکا ته داسې کسان لېږدول شوي چې هلته د اوسېدو وړتیا نه لرله.
-
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په اندونیزیا کې د سېلابونو او ځمکښوېیدنې له امله د مړو شمېر ۶۰۴ تنو ته لوړ شوی دی.


