خبرونه نړۍ
-
د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د تېر کال په اوږدو کې هڅه کړې وه چې د مکسیکو په پلازمېنه کې د اسراییلو پر سفیره عینات کرانز نایګر برید ترسره کړي، خو دا پلان تر پلي کېدو مخکې افشا او شنډ شوی دی.
-
د ایران د بشري حقونو سامان په خپل میاشتنې راپور کې ویلي، چې تېر اکټوبر میاشت کې په ایران کې د ۱۱ افغانانو په ګډون ۲۱۷ کسان اعدام شوي دي. د یاد سازمان د موندونو له مخې، په دغه هېواد کې په هرو درېیو ساعتونو کې یو کس اعدام شوی دی.
-
- 1404/08/15
د فلیپین خبري اژانس د دغه هېواد د خطر کمولو او طبیعي پېښو مدیریت ملي شورا له قوله ویلي، چې د «کالماګي» په نوم د شدید توپان له امله فلیپین کې ۱۱۴ تنو ژوند بایللی او ۱۲۷ تنه نور لادرکه شوي.
-
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دواړو لورو تر منځ په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمهییزو مسایلو ترڅنګ د افغانستان د روان وضعیت او امنیتي حالاتو په اړه هم بحث شوی دی.
-
د بېلجیم کې د بروکسل هوايي ډګر وروسته له هغې وتړل شو چې د تېرې سې شنبې په ماښام کې د دې ښار په فضا کې بې پیلوټه الوتکه ولیدل شوه. د دې هېواد د هوايي ترافیک چارواکو په وینا، دغه پېښه د ماښام شاوخوا اووه بجې رامنځته شوې چې وروسته ورسره سم د مسافرو د خوندیتوب لپاره د الوتنو لړۍ ودرول شوه.
-
د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې (FAA) ویلي چې UPS بار وړونکې الوتکه د محمدعلي نړیوال هوايي ډګر څخه تر الوتنې وروسته د لوېېویل ښار په شاوخوا کې نسکوره شوې ده.
-
د ډیموکراټیک ګوند ځوان سیاستوال زهران ممداني د ښاروالۍ په وروستیو ټاکنو کې له نیمايي زیاتې رایې وګټلې او د نیویارک د تاریخ لومړنی مسلمان ښاروال وټاکل شو.
-
ټاکل شوې ده چې د سعودي عربستان ولیعهد، شهزاده محمد بن سلمان به د روان میلادي کال د نومبر میاشتې په ۱۸مه نېټه د امریکا متحده ایالاتو ته رسمي سفر وکړي.
-
د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو معافیت پای ته رسولو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش یو ځل بیا د خبریالانو د خوندیتوب او د هغوی د حقونو د تضمین غوښتنه وکړه.
-
د مکسیکو په شمال لویدیځ «سونورا» ایالت کې د زورورې چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.


